د افغانستان د مدني ټولنو انسټیټیوټ
د افغانستان د مدني ټولنو انسټیټیوټ (AICS) یوه مفکوره ده چې د افغانستان د مدني ټولنې په چاپیریال کې د څو کلونو راهیسې وده کوي. په ۲۰۰۷ کال کې، د اغیزمن چاپيریال کنفرانس د نړېوال بانک، د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام او د آسیا پرمختیایي بانک په ملګریتوب د افغانستان د اسلامی جمهوري دولت او د آغا خان پرمختیايي شبکې پواسطه دایر شو. د دغه کنفرانس یوه کلیدي سپارښتنه د تصدیق د داسې خپلواکه سازمانونو رامنځ ته کول ول چې د دولت، خصوصي سکتور، تمویلونکو ادارو او مدني ټولنې لخوا په رسمیت وپیژندل شي.
په ۲۰۱۰ کال کې، یو کاري ګروپ چې د مدني ټولنې د شبکې له تمویلونکو او نړېوالو غیردولتي سازمانونو څخه جوړ شوی وه، تأسیس شو. نوموړي کاري ګروپ د افغانستان د مدني ټولنو د انسټیټیوټ لیدلورې، ماموریت او ستراتیژیکې موخې وټاکلې. په ۲۰۱۴ کې، د افغانستان د مدني ټولنو انسټیټیوټ د آغا خان بنسټ او کونټرپارټ نړیوالې مؤسسې تر منځ د ګډ شراکت له لیارې د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوالې پرمختیايي ادارې (USAID) د مالي تمویل پواسطه د افغانستان د مدني مشارکت تر پروګرام لاندې د مدني ټولنو د وړ کولو له اوږدمهاله موخې سره ترڅو د افغانستان د پرمختګ په ملاتړ کې خپله وړتیا په حقیقت بدله کړي، د آغا خان بنسټ پواسطه رامنځ ته شو. د دې نوښت تر شا د مدني ټولنو د بنسټونو کلیدي شبکې، د مدني ټولنو متخصصین او د ملي او نړېوالو مدني ټولنو د بنسټونو استازي چې افغانستان سره لیوالتیا لري، شتون لري.
موږ څوک یو
له کلتوري پلوه د تصدیق د مناسبو طرحو له لیارې د مدني ټولنو د بنسټونو، ډونرانو، دولت او د ظرفیت لوړونې د خدماتو د نښلولو پواسطه په افغانستان کې د مدني ټولنو د معتبره او وړ سکتور د ملاتړ لپاره. دغه انسټیټیوټ د فعاله مدني ټولنې ودې ته لاره هواروي چې په افغانستان کې ګڼ شمېرتوب او ګډون کول او له تبعیض څخه پرته پرمختګ ترویج کوي.
موږ څه کوو
ایا ستاسو دمدني ټولني بنسټ تراوسه د افغانستان د مدني ټولني د انسټیټوټ لخوا ندی تصدیق شوی؟
ایا ستاسو لپاره دا اړینه ده چي د خپل سازمان اعتبار ته وده ورکړئ؟ ایا تاسو غواړی یو شفاف، وړ او حساب ورکوونکی سازمان ولری؟ ایا تاسو تمویلونکو ادارو سره د خپل سازمان د اړیکو پراخولو په اړه فکر کوئ؟ ایا تاسو د خپل سازمان د مالي پایښت په اړه فکر کوئ؟ که تاسو غواړئ پدې برخو کي پرمختګ راوړی، نو د افغانستان د مدني ټولنو انسټیټوټ د تصدیق پروګرام پدی برخه کی ستاسو سره مرسته کولای شی.
اوس غوښتنه وکړۍزموږ ټولنیزې رسنۍ
© Copyrights All Rights Reserved AICS 2019
Powered By Netlinks LTD

