موږ څوک یو
د افغانستان د مدني ټولنو انسټیټیوټ (AICS) یوه مفکوره ده چې د افغانستان د مدني ټولنې په چاپیریال کې د څو کلونو راهیسې وده کوي. په ۲۰۰۷ کال کې، د اغیزمن چاپيریال کنفرانس د نړېوال بانک، د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام او د آسیا پرمختیایي بانک په ملګریتوب د افغانستان د اسلامی جمهوري دولت او د آغا خان پرمختیايي شبکې پواسطه دایر شو. د دغه کنفرانس یوه کلیدي سپارښتنه د تصدیق د داسې خپلواکه سازمانونو رامنځ ته کول ول چې د دولت، خصوصي سکتور، تمویلونکو ادارو او مدني ټولنې لخوا په رسمیت وپیژندل شي. په ۲۰۱۰ کال کې، یو کاري ګروپ چې د مدني ټولنې د شبکې له تمویلونکو او نړېوالو غیردولتي سازمانونو څخه جوړ شوی وه، تأسیس شو. نوموړي کاري ګروپ د افغانستان د مدني ټولنو د انسټیټیوټ لیدلورې، ماموریت او ستراتیژیکې موخې وټاکلې. په ۲۰۱۴ کې، د افغانستان د مدني ټولنو انسټیټیوټ د آغا خان بنسټ او کونټرپارټ نړیوالې مؤسسې تر منځ د ګډ شراکت له لیارې د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوالې پرمختیايي ادارې (USAID) د مالي تمویل پواسطه د افغانستان د مدني مشارکت تر پروګرام لاندې د مدني ټولنو د وړ کولو له اوږدمهاله موخې سره ترڅو د افغانستان د پرمختګ په ملاتړ کې خپله وړتیا په حقیقت بدله کړي، د آغا خان بنسټ پواسطه رامنځ ته شو. د دې نوښت تر شا د مدني ټولنو د بنسټونو کلیدي شبکې، د مدني ټولنو متخصصین او د ملي او نړېوالو مدني ټولنو د بنسټونو استازي چې افغانستان سره لیوالتیا لري، شتون لري.
موخې
د داخلي او نړېوالو پيژندل شویو معیارونو په کارولو سره د داخلي غیردولتي سازمانونو د تصدیق پواسطه د مدني ټولنې د سکتور.
د اندازه کولو وړ فعالیت د شاخصونو په کارولو سره د ابتکاراتو د همغږي کولو پواسطه د ظرفیت لوړولو د هڅو.
د افغانستان په پرمختګ کې د پالیسۍ د خبرو اترو او فعال مشارکت له لیارې د مدني ټولنې د رول.
د بشردوستانه او د شرکتونو د ټولنیز مسؤلیت د هڅو د پیاوړتیا پواسطه د مدني ټولنو د سرچینو لپاره د یوي لاري