د ظرفیت لوړول

د افغانستان د مدني ټولنو انسټیټیوټ د افغانستان د مدني تولنو بنسټونو ته د ظرفیت لوړونې د ابتکاراتو د همغږي کولو او برابرولو پواسطه د افغانستان د مدني ټولنو بنسټونو ته ظرفیت لوړونې د هڅو د برابرولو له لیارې د ظرفیت لوړونې د خدماتو د مناسب والي او مؤثریت کچه لوړوي.

د تجربو شریکولو غونډې

د افغانستان د مدني ټولنو انسټیټیوټ د مدني ټولنو د لیوالو او تصدیق لپاره د عریضه کونکو بنسټونو لپاره د متقابلې زده کړې دوه غونډې داير کړېدي. د نوموړو غونډو موخه د تجربو شریکول، د مدني ټولنو د بنسټونو د سازماني فعالیت د کچې لوړول او د تصدیق شویو مدني ټولنو د بنسټونو د کار پراختیا وه. په لومړنۍ غونډه کې له تخار، ننګرهار، هرات، پکتیا او کابل څخه د لسو تصدیق شویو او ناتصدیق شویو مدني ټولنو د بنسټونو استازو د تصدیق د پروګرام د وړوالي او ګټو په اړه سره بحث وکړ. دوېمې غونډې کې د بشري سرچینو، څارنې، ستراتیژيک پلان جوړولو، ارتباطاتو او عامه اړېکو او مالي مدیریت معیارونه د افغانستان د مدني ټولنو د انسټیټیوټ پواسطه د تصدیق شویو مدني ټولنو د بنسټوڼو لخوا وړاندې او بحث شول. په ټولیز ډول سره د مدني ټولنو ۱۹ بنسټونو له دغو غونډو څخه ګټه پورته کړه.

د مدني ټولنو د بنسټونو د ظرفیت لوړونې په اړه معلوماتي غونډې

د ظرفیت لوړونې د خدماتو د همغږي کولو او برابرولو له لیارې د ظرفیت لوړونې اغیزمنو، باکیفیته او اړونده فرصتونو ته د مدني ټولنو د بنسټونو د لاسرسي د کچې د لوړولو په موخه، د افغانستان د مدني ټولنو انسټیټیوټ د مدني ټولنو د بنسټونو د ظرفیت لوړونې په اړه د تمویلونکو استازو، نړېوالو غیردولتي سازمانونو او د مدني ټولنو بنسټونو لپاره په کال کې څلور ځلې معلوماتي غونډې دایروي. یادو غونډو کې د هغو مدني ټولنو د بنسټونو د دوامداره خلاؤ او وړتیاؤ په اړه بحث کیږي چې د افغانستان د مدني ټولنو د انسټیټیوټ د تصدیق د پروګرام پواسطه ارزول شوې وي. د دې سربېره، دغه غونډې اړونده ادارو ته فرصت برابروي ترڅو د ادارې او کنټرول، د پروژې د مدیریت، مالي مدیریت، ارتباطاتو او د بشري سرچینو د مدیریت په برخو کې د مدني ټولنو د بنسټونو د ظرفیت لوړولو د لارو چارو په اړه له یوه بل سره بحث وکړي.

د تصدیق شویو مدني بنسټونو د کاري ګروپ غونډې

د تأسیس کال ۲۰۱۷، د افغانستان د مدني ټولنو د انسټیټیوټ پواسطه د تصدیق شویو مدني ټولنو د بنسټونو کاري ګروپونه د افغانستان د مدني ټولنو د انسټیټیوټ پواسطه د تصدیق شویو مدني ټولنو د بنسټونو یوه شبکه ده چې موخه يې د مدني ټولنې له اړونده ادارو سره د هغو د نښلولو او ښکیلولو پواسطه د دغو سازمانونو د مؤثریت د کچې لوړول دي ترڅو دوامداره او ګټور متقابل عمل ولري، متقابلې زده کړې او شبکې جوړونې کې ونډه واخلي او د شراکت فرصتونه رامنځ ته کړي. کاري ګروپونه کلنۍ غونډې لري پداسې حال کې چې د هغو د رهبرۍ کمیټې هر درې میاشتې وروسته غونډې ترسره کوي. په ۲۰۱۸ کال کې، د تصدیق شویو مدني ټولنو د بنسټونو د کاري ګروپونو په غونډو کې د مدني ټولنو ۴۶ بنسټونو ګډون کړې وه. یادو غونډو کې د تصدیق شویو مدني بنسټونو او د هغو د د کاري حوزو ترمنځ د همغږۍ د کچې د لوړولو د میکانیزمونو په شمول د مدني تولنو اړوند مختلفو موضوعاتو په اړه بحث وشو.

د پالیسۍ د لارښود کتابونه

د افغانستان د مدني ټولنو د انسټیټیوټ د پالیسۍ او څیړنې څانګه هڅه کوي چې پالیسۍ تراغیزې لاندې راولي، د دولت مسؤلیت وڅاري او اصلاحاتو لپاره د ټاکلو نوښتونو له لیارې چې خورا اغیزناک ثابت شویدي د یو ملاتړکونکي په توګه کار وکړي. دا څانګه په ولایاتو کې د موضوع اړوند ګردي میزونه او په افغانستان کې د مدني ټولنو اړوند موضوعاتو په اړه د موضوعاتو د پالیسۍ لنډيز چمتو کوي.

د پالیسۍ د لارښود کتابونه

د ډاونلوډ لپاره پر ایکن کلیک وکړی
کتاب راهنمای حکومتداری
دفترچه راهنماي ارتباطي و خارجي
دفترچه راهنماي مالي
کتابچه راهنمای مدیریت منابع بشری
کتابچه راهنمای نظارت و ارزیابی
راهنمای تدارکاتی
کتابچه راهنمای مدیریت پروژه