د افغانستان د مدني ټولنو د انسټیټيوټ د تصدیق پروګرام
د افغانستان د مدني ټولنو د انسټیټیوټ د تصدیق د پروګرام موخه له داخلي او نړېوالو پيژندل شویو معیارونو سره د مدني ټولنو د بنسټونو د تصدیق پواسطه د مدني ټولنې د سکتور د اغیزمنتوب او اعتبار د کچې لوړول دي. د سازماني لیدلوري له پلوه، مدني ټولنه په یوې ټولنې کې د ټولنیز ژوند په توګه تعریفیدلې شي چې وګړي په کې په رضاکارانه ډلو کې ترتیب شوي وي. د تصدیق پروګرام د مدني ټولنو بنسټونه وړ کوي ترڅو خپلې پالیسۍ، پروسې، جوړښت، پروګرامونه او فعالیتونه له غوره نړېوالو کړنو سره برابر کړي چې په افغانستان کې د یوې مناسې، رڼې او اغیزمنې مدني ټولنې په ودې کې ونډه اخلي.
د سازماني فعالیت (ظرفیت) د کچې لوړول
د پالیسۍ په خبرو اترو باندې د اغیزې په موخه د اعتبار د کچې لوړول
د اعتبار د نه شتون مطرح کول او د منفي درک ننګونه
خصوصي سکتور او نړېوالو تمویلونکو سره د مالي تمویل د اوږدمهاله اړیکو د رامنځ ته کولو لپاره ګڼ شمېر فرصتونه
د سازمان د اعتبار، ځواب ویلو او روڼ والې د اصلاح لپاره په فعاله توګه پخپله تنظیمیدل
د یو
وړ، ځواب ویونکي او له مالي پلوه د باثباته سازمان لپاره
د افغانستان د مدني ټولنو د انسټیټیوټ موخه له داخلي او نړېوالو پيژندل شویو معیارونو سره د داخلي بنسټونو د تصدیق له لیارې په افغانستان کې د مدني ټولنې د بنسټونو د اغیزمنتوب او اعتبار د کچې لوړول دي.
د تصدیق د ارزونې معیارونه
۶۵ د ارزوني معیارونه