د پالیسۍ او څیړنې څانګه
افغانستان کې د مدني ټولنې د سازمانونو د یوه اغیزمن چاپیریال وضعیت
د مدني ټولنو بنسټونه په پرمختګ کې کلیدي رول لوبوي چې هڅې یې د دولت، خصوصي سکتور او د تمویلونکو د بشپړتیا لامل ګرځي. د مدني ټولنې د اغیزمنتوب په پراختیا او مخنیوي کې د اغیزمن چاپیریال په ستر رول باندې د پوهیدو لپاره د افغانستان د مدني ټولنو انسټیټیوټ په افغانستان کې د مدني ټولنې د سازمانونو د یوه اغیزمن چاپیریال د وضعیت په اړه خپله څیړنه په ۲۰۱۶ کال کې پیل کړه. دا مطالعه قانوني چارچوکاټ، اداره او کنټرول، کلتوري-ټولنیز چاپیریال، مالي او امنیتي چاپیریال چې د مدني ټولنو بنسټونه په کې فعالیت کوي، څیړي. د مدني ټولنو د بنسټونو اغیزمن چاپيریال د یوه لوبغاړي پواسطه ښه کیدلې نشي؛ بلکه دا د ټولو لوبغاړو ګډ مسؤلیت دی چې په هغه کې دولت، خصوصي سکتور، د مدني ټولنې بنسټونه، نړېواله ټولنه او تمویلونکي شاملیږي. دا مطالعه د ټولو هغو اړونده اړخونو لپاره چې د څیړنې له لاسته راوړنو څخه رامنځ ته کیږي او یا په مستقیم ډول سره د ځواب ویونکو لخوا وړاندیز کیږي یا هم د هغو ننګونو د څیړنې له لاسته راوړنو سره سمون ولري چې د مدني ټولنو بنسټونه ورسره په افغانستان کې مخ دي، سپارښتنې وړاندې کوي. د افغانستان د مدني ټولنو انسټیټیوټ په افغانستان کې د مدني ټولنې د سازمانونو د یوه اغیزمن چاپیریال د وضعیت (SEECA) په اړه څیړنې په ۲۰۱۶، ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کې ترسره کړې.
افغانستان کې د مدني ټولنې د سازمانونو د یوه اغیزمن چاپیریال وضعیت
د ۲۰۱۸ کال د SEECA د راپور له خپرولو وروسته، د افغانستان د مدني ټولنو انسټیټیوټ د مدني ټولنو د بنسټونو او اړونده دولتي سازمانونو په ګډې مرستې سره د SEECA د تعقیب کمېټې تأسیس او د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کال د SEECA د لاسته راوړنو او سپارښتنو په اړه د بحث لپاره یې ځنې جلسې دایر کړې. دغه جلسې به د افغانستان د مدني ټولنو بنسټونو ته فرصت برابر کړي ترڅو د SEECA پواسطه تشخیص شویو ننګونو او فرصتونو په اړه چې افغانستان کې د مدني ټولنو بنسټونه تراغیزې لاندې راولي، سره بحث او مناقشه وکړي او د اړونده سپارښتنو د عملي کولو لپاره ځنې تګلارې وپلټي. په کابل کې د تعقیبي کمېټې سربېره، د افغانستان د مدني ټولنو انسټیټیوټ ورته کمېتې په هرات، بامیان او بلخ ولایاتو کې هم تأسیس کړیدي. د نوموړو ولایاتو د مدني ټولنو استازي د اړونده کمېټی د غړو له ډلې څخه دي.
موخې
- د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کال د SEECA د مهمو لاسته راوړنو او سپارښتنو په اړه د مدني ټولنو د بنسټونو، د اکاډمېو د غړو او متخصصینو تر منځ د ګټورو خبرو اترو د شراېطو برابرول.
- د پوهې او یادو شوو لوستونو شریکول ترڅو له کمیټې سره د ننګونو او د هغو د اړونده سپارښتنو د لومړیتوب په ټاکلو کې مرسته وکړي او د ننګونو د حل او سپارښتنو د تطبیق لپاره ځنې ستراتیژۍ را منځ ته کړي.
- د لومړیتوب د سپارښتنو پیژندل او د SEECA د تعقیبي کمېټې همغږي کول ترڅو ترټولو ښې سپارښتنې د یوې هڅې په توګه په ګډه سره تطبیق او د مدني ټولنو د بنسټونو لپاره یو اغیزمن چاپيریال رامنځ ته شي.
د مدني تولنې ملي اونۍ
د افغانستان د مدني ټولنو انسټیټيوټ د ۲۰۱۸ کال د مدني ټولنې ملي اونۍ د جون له ۲۶-۲۸ نیټې پورې په هرات ولایت کې ترتیب کړه. د مدني ټولنو ۱۵۰ بنسټونو، دمدني ټولنو فعالانو، دولتي چارواکو، رسنېو، د اکاډمېو غړو او د هیواد د خصوصي سکتور استازو پدغه بې سارې غونډه کې ګډون کړې وه. د دې غونډې موخه له مختلفو ولایاتو څخه د مدني ټولنو د بنسټونو او د هغو د شریکانو راټولول او هغو ته د هغوې د مدني ټولنو د بنسټونو لپاره د یوه اغیزمن چاپیریال او افغانستان کې د مدني ټولنو د بنسټونو د پراختیا اړوند موضوعاتو په اړه د انعکاس، زده کړې او شبکې جوړونې په موخه د پرانستلې فضا برابرول وه . دغه غونډه د مدیره هیئت له پنځو بحثونو، دوه نړېوالو پریزینټیشنونو، درې د بریا کیسو او د پرانستې حکومتولۍ د سکرتریت له پریزینټیشنونو، بدلون لپاره نوښت او د تصدیق د پروګرام لپاره د افغانستان د مدني ټولنو له انسټیټیوټ څخه جوړه شوې وه.
ګردي میزونه
د افغانستان د مدني ټولنو د انسټیټیوټ د تأسیس له مودې راهیسې دغه سازمان په کابل، هرات، کندهار، بلخ، ننګرهار او بامیانو کې د مختلفو موضوعاتو په اړه بېلابېل ګردي میزونه دایر کړیدي. یادو ګردي میزونو د مدني ټولنې فعالان، د رسنېو استازي، د پوهنتون استادان، دولتي چارواکي او پوهان سره راټول او د اړونده موضوعاتو په اړه یې د هغوې آندونه سره شریک کړیدي.
د پالیسۍ لنډیزونه
مدني ټولنې سره د ښکیلتیا د یوې برخې په توګه، د افغانستان د مدني ټولنو د انسټیټیوټ د پالیسۍ او څیړنې څانګې د بېلابېلو ټولنیزو موضوعاتو په اړه د پالیسۍ ګن شمېر لنډیزونه جوړ او خپاره کړیدي. نوموړې څانګې ” په افغانستان کې د مدني ټولنو د بنسټونو د مالي پایښت”، ” د مدني ټولنو او دولت ترمنځ د همغږۍ او ګډې مرستې، ” د مدني ټولنو د بنسټونو ترمنځ همغږۍ”، ” عامو وګړو ترمنځ د مدني ټولنو د بنسټونو انځور”، ” عامو وګړو ترمنځ د مدني ټولنو د بنسټونو انځور او اعتبار”، ” نا امني په افغانستان کې د مدني ټولنو د بنسټونو د پرمختګ لپاره د خنډ د یو د فکتور په توګه” او ” د افغانستان د کاري فضا” په اړه د پالیسۍ لنډیزونه چمتو کړیدي.
عامه ګټو لپاره د ګډون غونډې
د افغانستان د مدني ټولنو انسټیټیوټ په ۲۰۱۵، ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کې د عامه ګټو لپاره د ګډون غونډې دایر کړیدي. د دغه ګډون موخه په دوامداره توګه د مدني ټولنو د بنسټونو، خصوصي سکتور، رسنېو، د اکاډمېو د غړو او دولت ترمنځ د شریکو شوو موخو، اندیښنو، ننګونو او لومړیتوبونو پیژندل او د متقابل سکتور د ګډون په بڼې سره کار کول دي ترڅو ننګونو ته د حل لاره پیدا او د ټولو ګډون کونکو په ودې او همداراز د هیواد د پرمختګ په پروسې کې ونډه واخستل شي.